topbar 10 10px1

په پنجشیر کې د ملي مقاومت جبهې په کمین کې ١٧ طالب جګړه مار ووژل شول

دملي مقاومت جبهه- پنجشیر په پنجشير ولايت کې ١٧ تنه ترهګر طالبان د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو په کمين کې ووژل شول.
 
په دغه برید کې چې د ارزو درې په پیچومو کې ترسره شو، نهه نور طالبان سخت ټپیان شول.
 
طالبانو ته د ملي مقاومت جبهې سرتېرو په بېلابېلو جبهو کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
 
په ځواب کې دغې ډلې د پنجشېر، بغلان او تخار په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې په بې رحمانه توګه پر ملکي وګړو او غیرنظامي خلکو  بریدونه وکړل. له هغو راپورونو وروسته چې طالبانو په یادو ولایتونو کې جنګي جنایتونه کړي، په دې اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم نن یوه اعلامیه خپره کړه.
 
ریچارډ بینیټ وویل چې هغه د شمالي ولایتونو څخه ډیری ځورونکې ویډیوګانې، غږیز فایلونه او راپورونه ترلاسه کړي چې په پنجشیر، بغلان او تخار کې د ملکي خلکو سره ناوړه چلند، شکنجه او وژنه پکې ښودل کېږي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...