topbar 10 10px1

هرات کې د طالب جګړه مارو موټر څو کارګران لاندې کړل، ۲ تنه یې ووژل شول او ۹ تنه نور ټپیان شول

هرات کې د طالب جګړه مارو موټر څو کارګران لاندې کړل، ۲ تنه یې ووژل شول او ۹ تنه نور ټپیان شول
د ملي مقاومت جبهه، هرات: د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې د ۶۴ متره سړک پر سر د ترهګرو طالبانو یوه موټر څو کارګران لاندې کړي دي.
 
د پېښې په پایله کې ۲ تنه کارګران وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د طالبانو د پوځي موټر لخوا وهل شوي ټول قربانیان ملکي وګړي او کارګران دي.
 
دا درېیم ځل دی چې طالبان یوازې په هرات ولایت کې ملکي وګړي په نښه کوي.
 
په یوه بله پیښه کې طالبانو په ننګرهار ولایت کې د واده پر کاروان برید کړی چې له امله یې ناوې او زوم سخت ژوبل شوي دي. د دغې نوې جوړې حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...