د ملي مقاومت جبهه، پنجشېر: طالبانو د پنجشېر په پریان ولسوالۍ کې د میرزا عبدالغفور ښوونځي ته اور واچوه.
طالبانو وړاندې له دې ښوونځي د پوځي مرکز په توګه استفاده کوله.
د سیمې خلکو چې غوښتل یې اور مړ کړي، خو د طالبانو پرېنښودل.
طالبانو پنجشېر کې ټول ښوونځي به پوځي مرکزونو بدل کړي. ددغو ښوونځیو شمېر شاوخوا ۴۱ ته رسېږي او په بېلابېلو ولسوالیو کې دي.
د طالبانو جګړه مار په ژمي کې د ځان ګرمولو لپاره ددغو ښوونځیو چوکۍ او میزونه سوځوي.