د ملي مقاومت جبهه، ننګرهار: طالبانو د ملي امنیت یو پخوانی سرتېری په ننګرهار کې په ډزو وواژه.
دغه پخوانی سرتېری اکرام الدین سالارزوی نومېده او په اصل کې د کونړ د آسمار ولسوالۍ اوسېدونکی و.
اکرام الدین د جمهوري دولت تر سقوط وروسته، پر کور ناست و.
تېره ورځ هم طالبانو دوه پخواني دولتي سرتېري په بغلان کې په ډزو وژلي وو او یو بل یې ټپي کړی و.
د طالبانو لخوا قتلونه چې په تېرو شلو کلونو کې روان و، اوس د عمومي عفوې تر چتر لاندې دوام لري.