کابل، د ملي مقاومت جبهه: د کابل پل خشتي جامع جومات کې چاودنې ۲۴ تنه ټپیان کړي چې له دې ډلې د یوه وضعیت نازک دی.
چاودنه داسې مهال شوې چې خلکو د غرمې لمونځ ادا کاوه.
درې ورځې وړاندې د پل خشتي جومات ته څېرمه په شهزاده سرای کې چاودنې امله ۵۷ تنه ټپیان کړل او لږ تر لږه یو تن پکې ووژل شو.
د هېواد په عامه او سپېڅلو ځایونو او په ځانګړې توګه په جوماتونو کې چاودنې او ځانمرګي نوې خبره نه ده. طالبانو په تیرو کلونو کې په جوماتونو، پوهنتونونو او حتی روغتونونو باندې هیڅ رحم نه دی کړی او په زرګونو بې ګناه خلک د دې ډلې د جنایتونو قرباني شوي دي.