topbar 10 10px1

په بغلان کې درې طالبان خپلمنځي نښته کې ووژل شول

په بغلان کې درې طالبان خپلمنځي نښته کې ووژل شول

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د بغلان ولايت په برکه ولسوالۍ کې د طالب جګړه مارو ترمنځ خپلمنځي نښته کې درې طالبان ووژل شول.

د عبدالرحیم په نوم یو ازبک طالب خپل درې ملګري چې د بل قوم وو د یادې ولسوالۍ د ګرداب جمالي په کلي کې په یوه قرارګاه کې په ډزو وژلي دي.

دا پېښه وروسته له هغه کېږي چې ناقل طالبانو په کلي کې پر یوې ازبکۍ مېرمنې ډله ییز جنسي تېری وکړ.

عبدالرحيم له سيمې څخه د تيښتې په حال کې د طالبانو له خوا ونيول شو.

له دې وړاندې هم د دغې ډلې لسګونه غړي خپلمنځي نښتو کې وژل شوي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...