topbar 10 10px1

په تالقانو کې طالب ترهګرو یو ځوان وواژه او درې نور یې ټپیان کړل

په تالقانو کې طالب ترهګرو یو ځوان وواژه او درې نور یې ټپیان کړل

تخار، د ملي مقاومت جبهه: طالب جنایتکارانو په "تالقان" ښار کې د ځوانانو پر یوې ډلې ډزې کړي، یو تن یې وژلې او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو لخوا وژل شوی کس "عماد الدین چنګیز" نومیږي او په تخار کې د یوه خصوصي بانک کارکوونکی و.

د سيمې د اوسیدونکو د څرګندونو له مخې دغه څلور ځوانان چې د تالقانو د سيند په څنډه د ختایانو په سيمه کې یې میله کوله د طالب ترهګرو لخوا پرې ناڅاپي برید وشو.

د تخار د ولايتي روغتون سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بولي.

په همدې حال کې دوسله والو طالبانو له نن سهار څخه په تالقانو ښار کې کور په کور تلاشي پيل کړې ده چې له امله يې د ښار په خلکو کې وېره خپره شوې ده.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...