بغلان، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو تیره شپه یو ځل بیا د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ په تغانک کلي برید وکړ چې د ملي مقاومت جبهې د زړورو ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د دغه بريد په نتيجه کې د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو له خوا څلور جګړه مار طالبان ووژل شول او د دغې ډلې يو شمېر ترهګر ټپيان شول.
طالبان له تلفاتو وروسته د تغانک اندراب له کلي وتښتېدل.
په همدې حال کې په اندرابونو کې جګړو زور اخیستی او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.