topbar 10 10px1

په سرپل کې د هزاره او ناقل طالبانو ترمنځ نښته کې ۵ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

په سرپل کې د هزاره او ناقل طالبانو ترمنځ نښته کې ۵ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي

سرپل، د ملي مقاومت جبهه: په سرپل ولایت کې د ناقل طالبانو او د دغې ډلې د هزاره قومندان ترمنځ په نښته کې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

پرون، طالب اورپکو د دې ډلې یوازینی هزاره قوماندان مهدي مجاهد سره نښته وکړه، چې په دې وروستیو کې له دندې ګوښه کړل شوی دی.

نښته د «گل ورس نورک» کان کې شوې ده.

په وژل شویو کې د مهدي مجاهد دوه پلویان هم شامل دي.

مهدي مجاهد د طالبانو د تسلط په پیل کې پنځه میاشتې د بامیان ولایت د استخباراتو د مشر په توکه کار وکړ خو وروسته له دندې ګوښه شو.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو په لیکو کې قومي برخوردونو پر اساس جګړه رامنځته کیږي.
دغې قومي ډلې په دې وروستیو کې بدخشان ولایت ته خپل ۲۰۰ ناقل جګړه مار استولي دي او د بدخشان ټول ځايي طالبان له دغه ولایت څخه شړل شوي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...