د ملي مقاومت جبهه، پنجشېر: په پنجشېر کې د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت جبهې په ځوابي بريد کې شپږ ترهګر طالبان ووژل شول.
د ملي مقاومت جبهې د کومانډو ځواکونو لخوا دا برید د پنجشیر ولایت د حصه اول ولسوالۍ په پشغور کلي کې ترسره شو.
له نښتې وروسته طالب اورپکي شاتګ ته اړ شول.
تېره شپه د پنجشیر په تاواخ، عنابه، شتل، کرباشی او چمالورده سیمو کې د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو په کمین کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.