topbar 10 10px1

په بلخاب کې د جګړه مارو طالبانو لخوا ۷ ملکي وګړي ووژل شول

په بلخاب کې د جګړه مارو طالبانو لخوا ۷ ملکي وګړي ووژل شول
د ملي مقاومت جبهه، سرپل:  طالب ترهګرو د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د پنځو کارګرانو او دوو شپنو په ګډون اووه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.
 
دغه راز د بلخاب په دهنه سيمه کې د طالبانو لخوا د هاوان مرمۍ د استوګنې پر يوه کور د لګيدو له امله څلور ماشومان سخت ټپيان شوي.
 
طالب ترهګرو دغه ملکي وګړي پرته له کوم دليله په ډزو وژلي دي.
 
د یادونې وړ ده چې په تيرو ورځو کې ترهګرو طالبانو په پنجشير او اندراب کې له کوم دليل پرته د خپلو بريدونو په بهير کې په ملکي وګړو ډزې کړي دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...