تخار، د ملي مقاومت جبهه: د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د وحشي طالبانو او د ملي مقاومت جبهې
ځواکونو ترمنځ نښتې زور اخیستی دی.
دغه نښته د یکشنبې په ورځ د ثور په ۱۸مه هغه مهال رامنځ ته شوه چې طالب ترهګرو د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ دره ایمند ته پر لاره وو چې د ملي مقاومت جبهې له ځواکونو سره مخ شول.
د دغو نښتو په پایله کې ۷ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ تنه نور ټپیان شول.
په دغو جګړو کې د دغې تروريستي ډلې څلور رينجر موټر هم له منځه تللي دي.
د یادولو وړ ده چې په تخار، بغلان او پنجشیر کې د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو بریدونو زور اخیستی او دغو ځواکونو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.