پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: د افغانستان د ملي مقاومت جبهې زړورو ځواکونو تېره شپه د پنجشېر ولایت د "زقای مرشتان" په پله باندې د طالبانو د "بدري" قطعې اړوند "رینجر" چریکی برید وکړ.
د دغه برید په پایله کې ۳ تنه طالبان ووژل شول او ۵ تنه نور سخت ټپیان شول. په دغه بریدکې د طالبانو رینجر په بشپړه توګه ویجاړ شو.
د یادولو وړ ده چې نن په بدخشان کې د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو په یوه بل چریکي برید کې د دغې ډلې امنیه قومندان سخت ټپي او دوه تنه ساتونکي یې ووژل شول.