topbar 10 10px1

اته ترهګر طالبان په اندراب کې ووژل شول

اته ترهګر طالبان په اندراب کې ووژل شول
بغلان، د ملي مقاومت جبهه: په بغلان ولایت کې د طالبانو او ملي مقاومت جبهې ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.
 
د جګړې له پراخېدو وروسته، تېره شپه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د حمل په ۸ مه نېټه طالبانو د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ په "قاسان" دره کې د ملي مقاومت جبهې پر څو پوستو بریدونه وکړل، خو دوی له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
 
په دې جګړه کې اته تنه طالبان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
 
په دې وروستیو کې په "تخار، پنجشیر او بغلان" ولایتونو کې د مقاومت ځواکونو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د دغې ډلې درنې توپخانې او یو شمېر مهمات د ملي مقاومت جبهې لاس ته ورغلي دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...