پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: اجیرو طالبانو په دې ورځو کې د ملي مقاومت جبهې پر قرارګاوو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
په تېرو څو ورځو کې د ملي مقاومت جبهې د زړورو جنګیالیو لخوا د «پنجشیر» په بېلابېلو سیمو کې د طالب ترهګرو بریدونه له ماتې سره مخ شوي دي.
جګړې په دغه دره کې څو ساعته دوام وکړ او د جبهې اتلو ځواکونو کمين او چريکي بريدونو سره دښمن ته مرګ ژوبله واړوله.
په تیرو څو ورځو کې د ملي مقاومت د جبهې د جنګیالیو په بریدونو کې په لسګونو نور طالب جګړه مار وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي او د دغې ډلې څو میله وسلې د مقاومت لاس ته ورغلي دي.
د مقاومت ځواکونو نن هم د دغه ولایت په «دره آرزو» کې د وحشی ډلې څو بریدونه په شا وتمبول او اته جنایتکار طالبان یې ووژل.
په تیرو څو ورځو کې د ملي مقاومت جبهې د جنګیالیو په بریدونو کې په لسګونو نور طالب جګړه مار وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي او د دغې ډلې څو میله وسلې د مقاومت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.