topbar 10 10px1

په کندز کې په یوه جومات کې چاودنې ۱۲ تنه وژلي دي

په کندز کې په یوه جومات کې چاودنې ۱۲ تنه وژلي دي
د ملي مقاومت جبهه، کندز:  د پنجشنبې په ماسپښین د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د صوفیانو په جومات کې یوه زوروره چاودنه وشوه.
 
چاودنه له غرمې وروسته په الف بردی کلي کې د یوه جومات مخې ته شوې ده.
 
د چاودنې له امله د مړو شمیره ۱۲ تنه ښودل شوې او تر ۳۰ ډیر ټپیان شوي دي.
 
د روان کال د روژې په مبارکه میاشت کې هم په کندز ولایت کې د شیعه ګانو یو جومات د یوه وحشتناک ځانمرګي برید هدف وګرځېد. په برید کې لږ تر لږه ۵۵ کسان وژل شوي او تر ۱۴۰ زیات ټپیان شوي وو.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...