topbar 10 10px1

په غور کې یو سړی او یوه ښځه د عاشقانه اړیکو په تور د طالبانو لخوا په ډزو ووژل شول

په غور کې یو سړی او یوه ښځه د عاشقانه اړیکو په تور د طالبانو لخوا په ډزو ووژل شول
غور، د ملي مقاومت جبهه:  ترهګرو طالبانو تېره شپه د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې یو هلک او یوه نجلۍ د عاشقانه اړیکو درلودو په تور، د حوت په ۲۰ مه له نیول کېدو وروسته وژلي دي.
 
هغه ځوان چې په ډزو ویشتل شوی، رحمت الله نومیږي او د دې ولایت د تیوره ولسوالۍ اوسیدونکی دی. خو د وژل شوې ځوانې مېرمنې هویت لا هم نه دی په ډاګه شوی.
 
د یادولو وړ ده چې طالب ډله د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې په بیلابیلو پلمو په خلکو او په ځانګړې توګه ځوانان په ډزو وژني.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...