کندز، د ملي مقاومت جبهه: ساعت وړاندې په کندز کې د ملي مقاومت جبهې چریکي ځواکونو له لورې یو ترهګر طالب ووژل شو.
دغه برید نن یکشنبه د حوت په ۸ مه د کندز ښار په "کابل بندر" سیمه کې وشو.
د ملي مقاومت جبهې زړورو ځواکونو د دغه اجیر طالب له وژلو وروسته د هغه وسله هم له ځانه سره وړې ده.