topbar 10 10px1

کابل کې یو ډاکټر د ترهګرو طالبانو لخوا ووژل شو

کابل کې یو ډاکټر د ترهګرو طالبانو لخوا ووژل شو

کابل، د ملي مقاومت جبهه: نن سهار د طالبانو د ترهګرې ډلې غړو په کابل کې یو ځوان ډاکټر په ډزو وژلی دی.

په کابل کې سرچینې وايي چې طالب ترهګرو دغه ډاکټر هغه مهال په ډزو وواژه چې نوموړی د دې ډلې د پوستې له څنګه تېرېده. د وژل شوي ډاکټر مړی د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د جسد د سپارلو له صحنې څخه خپره شوې ویډیو کې د هغه د کورنۍ یو غړی ښیي چې د طالبانو وحشي ډله "بدطبیعته او بدمرغه" بولي.

دا لومړی ځل نه دی، چې اجیر طالبان په بېلابېلو پلمو د هېواد وګړي وژني. دغه جنایتکاره ډله اوسمهال د هیواد بیلابیلو ولایتونو کې ځوانان په بیلابیلو پلمو بندیانوي، شکنجه کوي او اعداموي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...