کندز، د ملي مقاومت جبهه: طالب جګړه مارو تېره شپه د کندز ښار په درېیمه ناحیه کې د ښوونځي له یوې ښوونکې په خپل کور کې سر پرې کړی دی.
دغه ښځه "فریحه" نومېده او د کندز په "نصرالله شهید" لېسه کې ښوونکې وه.
جګړه مارو طالبانو د شنبې په شپه د چهل دختران سیمې په "مستري خانه” کې د يادې ځوانې مېرمنې پر کور چاپه وهلې او د کور په تشناب کې يې ترې سر پرې کړى دى.
همدارنګه د جمعې په ورځ د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون مدیر د نامعلومو کسانو لخوا په مرموز ډول ووژل شو.