غزني، د ملي مقاومت جبهه: دوه طالب جګړه مار په غزني ښار کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
دغه برید د جمعې په ورځ د ثور په ۳۰مه له غرمې وروسته د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د "مارکیت سابقه سبزي" په سیمه کې وشو.
په همدې حال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.
د دغو بریدونو د زیاتوالي اصلي لامل د افغانستان د خلکو په وړاندې د دغې ډلې وژنې، ظلم او جنایت بلل شوی دی.
تېره ورځ د مزارشريف ښار په څلورمه امنيتي حوزه کې هم د ماين په چاودنه کې څلور شر خوښي طالبان ټپيان شوي وو.