هرات، د ملي مقاومت جبهه: په هرات ولایت کې د طالبانو په یوه زندان کې یوه سړي تر شکنجې لاندې ساه ورکړې ده.
۵۰ کلن کاظم رضايي، چې د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکی و، څلور میاشتې مخکې له ۱۲ کلنې جلاوطنۍ وروسته افغانستان ته راستون شو. خو نوموړی د طالب ترهګرو لخوا ونیول شو.
دغه سړى په تير وخت کې له دولت سره د کار کولو په پلمه طالبانو نیولی و.
طالبانو هغه څلور میاشتې او پنځه ورځې په توقیف کې وساته او کورنۍ یې د هغه له برخلیک څخه ناخبره وه، تر دې چې درې ورځې وړاندې یې جسد د هرات ښار د "ملکې دروازې" په سیمه کې د طالبانو لخوا وغورځول شو.
د کاظم رضايي وروستۍ خبرې دا وې چې طالبانو دی هره شپه شکنجه کاوه.
تر دې مخکې طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر قاسم قایم هم په وحشیانه ډول وواژه.
طالبانو لومړی هغه دندې ته وغوښت او بیا یې ونیو او څو ورځې وروسته یې جسد د هغه کورنۍ ته وسپاره.
د دې ډلې غړي د پخواني دولتي دغه منسوب جنازې ته ورغلل او مراسم یې ګډوډ کړل.