تخار، د ملي مقاومت جبهه: د تخار ولایت د "فرخار" ولسوالۍ د ده یک په کلي کې یوه سړي د طالبانو په مرسته خپله خور او د هغه میړه وژلي دي.
دا پيښه د سه شنبې په شپه، د ۱۴۰۱ د حمل په دوهمه رامنځته شوې ده.
قاتل له "ایران" څخه "فرخار" ولسوالۍ ته تللی و او د دغو دوو کسانو له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
وژل شوې جوړه "صفیه" او "امام حسین" نومیږي.
دغه ښځه چې په اصل کې د تالقانو اوسېدونکې وه، څه موده وړاندې له کوره تللې او د "فرخار" ولسوالۍ په ده یک کلي کې يې پخپله خوښه یوه کس سره واده کړى و.
د ښځې د تېښتې او واده ستونزه په قومي شورا کې حل شوې وه، خو د نجلۍ ورور د جنايتکارو طالبانو په مرسته کلي ته ننوتی او خپله خور او د هغې میړه یې وژلي.