کاپیسا، د ملي مقاومت جبهه: طالبانو په کاپیسا ولایت کې یو منځنۍ عمر لرونکی سړی تر شکنجې لاندې وژلی دی.
طالبانو دغه سړى پنځه ورځې وړاندې نيولى و او نن جمعه د جوزا په ١٣ مه مړ شو.
دغه کس “رحمت الله" نومیده او د کاپیسا ولایت د "درنامه" کلي اوسېدونکی و.
د طالبانو لخوا د ملکي خلکو نیول، شکنجه او وژل کومه نوې خبره نه ده.
پرون هم په پنجشیر ولایت کې یو ۴۵ کلن سړی د طالبانو لخوا ووژل شو.