کابل، ملي مقاومت جبهه: په ټولنیزو رسنیو کې یوه غمجنه ویډیو خپره شوې چې په کابل کې د ترهګرو طالبانو تر واکمنۍ لاندې یوه مظلومه مور ښیي چې د خپلو ماشومانو د لوږې په خاطر ژړا او واویلا کوي او پر سړک له مسافرو د مرستې غوښتنه کوي.
دې ویډیو تر ټولو حیرانوونکې خبره دا ده چې یو اسپندي ماشوم چې د طالبانو تر رژیم لاندې د غریبو ماشومانو وضعیت څرګندوي، دغه مور ته پیسې ورکوي خو طالبانو د دغې مور چیغې له پامه غورځولي او په تورو شیشو موټرو کې ددوی له څنګه تیریږي.
خلک وايي: "په داسې حال کې چې دوی د بیوزلۍ له امله د خپلو اولادونه پلورلو ته اړ شوي، خو د طالبانو بې حسه مشرانو د خلکو دې حالت ته هېڅ پام نه دی کړی او نړۍ هم له شرمه ډکه چوپتیا غوره کړې ده.”
د هېواد اوسېدونکي زیاتوي، دا چې طالبان د د فقر او لوږې درد نه زغمي، د ملت د ژوند ستونزې ورته نه ښکاري، او د خلکو په ږیرو او لونګیو نښتي دي.
د کابل په کوڅو کې د دې مور دردناکه ژړا د هغو زرګونو مظلومو میندو د درد او غم څرګندونه کوي چې ماشومان یې شپه او ورځ په وږو خیټو ویده کیږي او د وحشی امارت مشران په خپلوو کلاوو کې رنګارنګ خواړه خوري.
په افغانستان کې د طالبانو له یرغل راهیسې د ښځو، نجونو او نارینه وو په ګډون په زرګونو کورنیو خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس په سختې بې وزلۍ کې ژوند کوي.
هغه مرستې چې د نړیوالو موسسو لخوا د افغانستان بې وزله او مستحقو خلکو ته ځانګړې کیږي، ټولې د طالبانو لخوا خپلو خپلوانو او دوستانو باندې ویشل کیږي.