topbar 10 10px1

د طالب ترهګرو د هوايي ځواک قوماندان د مهماتو ډيپو خپلو ملګرو ضبط کړه

د طالب ترهګرو د هوايي ځواک قوماندان د مهماتو ډيپو خپلو ملګرو ضبط کړه

بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: دوه ورځې وړاندې طالبانو د خپل هوايي ځواک د یوه غیر پښتون قوماندان مولوي "امان الدین منصور" اړوند د مهماتو یوه ډیپو ضبط کړه او مهمات یې د بدخشان ولایت مرکز ته انتقال کړل.

دغه مهمات په څلورو موټرو کې بار او د بدخشان ولایت مرکز "فیض آباد" ته لیږدول شوي دي.

مولوي "امان الدین منصور" په بدخشان ولایت کې د طالبانو یو له تاجک قوماندانو او د دغې ډلې یو له بانفوذه غړو دی.

تر دې مخکې طالبانو د تخار نومولي والي "مولوي نورالدین" چې ازبک دی، کور او قرارګاه تلاشي کړي وو او زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي وو.

د دې جاهلې او انحصارګرې ډلې د مشرانو او غیر پښتون چارواکو ترمنځ د قومي برخورد – په ځانګړې توګه په شمال کې – ورځ په ورځ پراخیږي او د دې ډلې د قوماندانانو او غړو ترمنځ یې ژوره قومي تفرقه رامنځته کړې.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...