فاریاب، د ملي مقاومت جبهه: د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې طالب وحشيانو یو تن چې د ګذر وکیل په ډزو وواژه.
دغه د ګذر وکیل د روان کال د سه شنبې په ورځ د حوت په لسمه د ماښام له لمانځه وروسته خپل کور ته روان و چې طالب ترهګرو وواژه.
وژل شوی کس مومن ارباب نومیده او د میمنې ښار د څلورمې ناحیې د خواجه غیب ګذر وکیل و.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو ترهګرې ډلې پرون هم په تخار ولايت کې يو تن او په بدخشان ولايت کې دوه نور ملګي وګړي په ډزو ووژل.