topbar 10 10px1

یو متقاعد جنرال د ترهګرو طالبانو لخوا د کور په کور تلاشۍ پر مهال سکته کړې او مړ شوی

یو متقاعد جنرال د ترهګرو طالبانو لخوا د کور په کور تلاشۍ پر مهال سکته کړې او مړ شوی

کابل، د ملي مقاومت جبهه: د کابل د ترافيکو پخوانى متقاعد جنرال او د ترافيکو پخوانى رييس "نظام الدين دادخواه" د خپل کور له پلټنو او د طالبانو لخوا د سپکاوي له امله سکته کړې او مړ شوی دی.

ښاغلی دادخواه د دوشنبې په ورځ د حوت په نهمه د خپل کور د تلاشۍ پر مهال د طالبانو بی رحمانه چلند لیدو او د دغې ډلې د غړو لخوا تر سپکاوي وروسته؛ د زړه حملې قرباني شوی.

طالبان له څو ورځو راهیسې د خلکو پر کورونو چاپې وهي، پرته له کوم ښکاره دلیله د هغوی خصوصي حریم تر پښو لاندې کوي او له هر ډول شکنجې او سپکاوي ډډه نه کوي.

د طالبانو لخوا کور په کور تلاشي د خلکو ځورولو سبب شوی او دا اقدام ځانګړي قومي موخې لپاره ترسره کیږي.

ددغې جنایتکارې ډلې غړي ډېرو کورونو ته د کور د خاوند له اجازې پرته پر دیوال اوښتي او د خلکو شخصی حریم یې تر پښو لاندې کړی او په ځینو مواردو کې یې د کور خاوند ته د تلاشی خبر ورکولو لپاره ډزې کړي دي. دغه حالت په خلکو کې وېره خپره کړې ده او ښځې او ماشومان او په تېره بيا په ولايتونو کې د دغې جنايتکارې ډلې غيرانساني چلند خلک په روحي فشار اخته کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شويو انځورونو کې د دې ظالمې ډلې د غړو لخوا د خلکو شخصی حریم او د هیواد نارینه او ښځو ته سپکاوې په څرګند ډول لیدل کیږي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...