topbar 10 10px1

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي په سرپل کې پر یوې ښځې جنسي تېری کړی

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي په سرپل کې پر یوې ښځې جنسي تېری کړی

د ملي مقاومت جبهه - سرپل: سرپل کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس پر یوې ښځې جنسي تېری کړی دی.

"قاري نوراحمد سعید ممتاز" چې په "قطب الدین هلال بلخي" مشهور دی او هم مهاله دوه دندې د سرپل د روغتیا رییس او د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په توګه مخته بیایی؛ پر یو ښځې د جنسي تیری پر مهال نیول شوی دی.

طالبان هڅه کوي چې د دغه خبر د خپریدو مخه ونیسي.

تر دې وړاندې هم په کابل او سمنګان کې د طالبانو جګپوړي چارواکي او غړي د نامشروع اړیکو او له ښځو سره د عیاشۍ پر مهال افشا شوي وو.

د روان کال د مارچ په میاشت کې د حقاني شبکې د یوه جګپوړي غړي عالم ګل حقاني ورور عبدالله حقاني په کابل کې د ښځو د نڅا محفل کې ونیول شو. په ټولنیزو رسنیو کې له یو مجلس څخه خپرې شوي ویډیوګانې ښيي چې څو ښځې په یوه خونه کې نڅا کوي او الکولي مشروبات هم موجود دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...