topbar 10 10px1

په ننګرهار کې د ترهګرو طالبانو د سرحدي کنډک قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو

په ننګرهار کې د ترهګرو طالبانو د سرحدي کنډک قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو
ننګرهار، د ملي مقاومت جبهه: د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې چاودنې لږ تر لږه یو طالب وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.
 
دغه چاودنه تېره ورځ ناوخته د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ د شډل بازار سيمه کې د سړک غاړې ماين له امله رامنځته شوې ده.
 
بل خوا د پنجشېر په دوو ورځو نښتو کې ۲۲ طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.
 
طالبانو ته د تخار، بغلان او پنجشیر په ګډون په څو جبهو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
له دغو درېیو ولایتونو (تخار، بغلان او پنجشیر) څخه د سردار محمد داود خان روغتون ته د لېږدول شویو طالبانو شمېر له ۲۷ اوښتی دی.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...