topbar 10 10px1

په هلمند کې د طالبانو‌ د امر باالمعروف مشر د ځايي خلکو لخوا په دار وځړول شو

په هلمند کې د طالبانو‌ د امر باالمعروف مشر د ځايي خلکو لخوا په دار وځړول شو
هلمند، د ملي مقاومت جبهه: د روان کال د حوت میاشتې په ۲۳ مه نیټه د دوشنبې په ورځ د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو  ترهګرې ډلې د امر بالمعروف مشر مولوي "عبدالباقي سیار" د ځايي خلکو لخوا په دار وځړول شو.
 
نوموړي د يوه ځايي اوسېدونکي کور ته د جنسي تېرى په هدف ورغلی وو، چې لومړى د ځايي خلکو لخوا ونيول شو او بيا په دار ځړول شو.
 
خو طالبانو د خپل جنايتکار مشر د وژلو په تور درې ځايي اوسېدونکي نيولي دي.
 
په ورته وخت کې په ټول هېواد کې د طالبانو له وحشتناکو کړنو د خلکو کرکه ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او دغه کرکه دوی دې ته اړ کوي چې د دغې ډلې پر وړاندې غبرګون وښيي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...