نیمروز، د ملي مقاومت جبهه: د چهارشنبه په ماښام د زرنج ښار په شمال کې د قلعه نادعلي سیمه کې د یوې ښځې جسد موندل شوی دی.
د دغې ښځې جسد د نيمروز ولايتي روغتون ته وړل شوى دى. خو د هغې هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د ښځې پر بدن پاتې نښې ښيي چې هغه په دستمال زندۍ شوې ده.
د ترهګرو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې مشکوکې وژنې زیاتې شوی دي. په هرصورت، دا ډله هیڅ بنسټ یا سازمان ته اجازه نه ورکوي - په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې- وڅیړي.