topbar 10 10px1

په پنجشیر کې یو ځوان د طالبانو لخوا په ډزو وژل شوی دی

پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: طالبانو په پنجشیر ولایت کې یو ځوان په ډزو وواژه.

دغه ځوان بلال نومېده او څو ورځې وړاندې د پنجشېر په "حصارک" ولسوالۍ کې د طالبانو وحشيانو له لوري په شهادت ورسېد.

وژل شوی ځوان د ښوونځي ښوونکی و او د ملي مقاومت جبهې او د پخواني حکومت له پوځ سره یې هیڅ تړاو نه درلود.

په دې ورځو کې لیدل کېږي چې طالب ترهګر په بېلابېلو پلمو د هېواد په هر ګوټ کې زموږ ځوانان په بې رحمانه ډول وژني او خپله اصلي او جنایتکاره څېره تر پخوا ډېره ښيي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...