ملي مقاومت جبهه، پنجشېر: پنجشېر کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د زړورو اتلانو په کمين کې طالب اجيرې ډلې ته درانه زيانونه اوښتي دي.
دغه کمین وروسته له هغې وشو چې عبدالله خېل او آبشار ولسوالیو کې د طالبانو د سرې قطعې یو کاروان د کور په کور پلټنو لپاره سیمې ته پر لاره و.
طالبانو په دې ولسوالیو کې د یو شمېر دیني عالمانو د نیولو اراده درلوده چې د مقاومتي ځواکونو لخوا تر برید لاندې راغلل.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو د حملو په نتیجه کښې تر اوسه له مرکزونو پرته د عبدالله خېل او ابشار ولسوالیو ټولې سیمې د ملي مقاومت د جبهې لخوا فتح شویدي.
د ولسوالیو مرکزونه د ملي مقاومت د زړورو ځواکونو لخوا تر محاصرې لاندې دي او په دغو مرکزونو کې میشتو طالبانو د تسلیمیدو لپاره وخت غوښتی دی.
تر اوسه د طالبانو پنځه زغره وال موټر له منځه تللي او ۱۳ تنه مزدور طالبان وژل شوي دي.
اوس مهال په دغو سیمو کې جګړه شدیده ده.