د ملي مقاومت جبهه- کابل: د کابل ښار د ترافيکو په څلور لاري کې د حضرت زکريا په جومات کې د چاودنې غږ اوریدل شوی.
د کابل ایمرجنسي روغتون د چهارشنبې په ورځ (د جوزا په ۴مه) خبر ورکوي چې نن د کابل د ترافیکو په څلور لارې کې په یوه جومات کې د چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
تر اوسه د چاودنې نوعیت معلوم نه دی.
تر دغې چاودنې يو ساعت وړاندې په مزارشريف ښار کې هم درې پرلپسې چاودنې شوي دي.