topbar 10 10px1

طالبانو په اندرابونو کې یو پخوانی سرتېری تر شکنجه کولو وروسته په ډزو وواژه

طالبانو په اندرابونو کې یو پخوانی سرتېری تر شکنجه کولو وروسته په ډزو وواژه

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: طالب ترهګر دا مهال په اندراب ولسوالۍ کې د پخوانيو دولتي سرتېرو په لټه کې دي.

د دې ډلې جګړه مارو د ثور پر ۲۴ مه شپه د اندارابونو ولسوالۍ په «نوبهار» کلي کې یو پخوانی دولتي سرتېری تر شکنجه کولو وروسته په ډزو وواژه.

دغه پخوانی پوځي «ګلرحمان» نومېده او د جمهوريت له سقوط وروسته یې د ملکي وګړي په توګه ژوند کاوه او له کومې ډلې سره یې تړاو نه درلود.

د يادونې وړ ده چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو له ماتې وروسته د دغې ډلې جګړه مار د سيمې خلک په بېلابېلو تورونو نيسي، شکنجه کوي او وژني.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...