کندز، د ملي مقاومت جبهه: یوې وسله والې ډلې د کندز ولایت په مرکز کې یو صراف، د هغه زوی او د صرافۍ مدیر په ډزو وژلي دي.
وژل شوی صراف "بارز" نومیده او په کارته "فیض آباد" کې د یوې وسله والې ډلې لخوا هغه مهال په ډزو ووژل شو چې کور ته روان و.
وسله والو پخوا له صراف څخه د پیسو غوښتنه کړې وه؛ خو هغه د پیسو له ورکولو انکار وکړ.
په ولایتونو کې اکثره سړي تښتونې او غلاوې د طالب قومندانانو او ددې ډلې د جګړه مارو له خوا ترسره کیږي.