د ملي مقاومت جبهه، ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې د ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او د پنځو طالب جګړه مارو په ګډون ۲۵ تنه ټپیان شوي دي.
چاودنه د دغه ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې شوې ده.
د ننګرهار ولایت د غني خیلو روغتون د رییس شاه محمود هجرت د موټر مخې ته نن له غرمې وروسته چاودنه شوې ده.
هجرت چې د طالبانو لخوا د غني خېلو روغتون مشر ټاکل شوی و، په چاودنه کې وژل شوی دی.