کونړ، د ملي مقاومت جبهه: د کونړ په مرکز کې د ماین چاودنې له امله لږ تر لږه یو طالب جګړه مار وژل شوی او د دوو ملکي وګړو په ګډون شپږ نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه نن یکشنبه د جوزا په ۲۲مه سهار شاوخوا ۹ بجې د ولایت مرکز اسعداباد امنیه قومندانۍ ته څېرمه د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.
دغه بم د ترهګرو طالبانو د «رینجر» مخې ته وچاودېد، چې له امله یې یو طالب وژل شوی او دوه ملکیان او نو څلور ترهګر طالبان ټپیان شوي دي.