topbar 10 10px1

د پنجشير د جګړې یو بل مسوول طالب قوماندان هم ووژل شو

د پنجشير د جګړې یو بل مسوول طالب قوماندان هم ووژل شو

پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: د پنجشير په جګړو کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان ووژل شو.

نوموړی «قاري حميدالله جاوېد» نومیده او شاوخوا ۵ ورځې وړاندې د پنجشیر ولایت د عنابې ولسوالۍ په «کوه ارزو» سيمه کې د ملي مقاومت جبهې له زړورو ځواکونو سره په نښته کې سخت ټپي شوی و او نن مړ شو.

څلور ورځې وړاندې د ملي مقاومت د جبهې لخوا په »تاواخ، عنابه، شتل، کرواشي او چمالورده» قرارګاوو کې د کمین له امله طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

له نښتو یوه ورځ وروسته طالبان د پشغور له کلي هغه مهال شاتګ ته اړ شول چې شپږ جګړه مار یې ووژل شول.

دغه مرګ ژوبله د ملي مقاومت جبهې له خوا د پشغور قرارګاه کې د طالبانو پر ضد د ځوابي برید په پایله کې رامنځته شوه.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...