topbar 10 10px1

د کابل په لویدیځ کې پر یوه ښوونځي برید؛ د قربانیانو شمېر هره شیبه زیاتیږي

د کابل په لویدیځ کې پر یوه ښوونځي برید؛ د قربانیانو شمېر هره شیبه زیاتیږي

کابل، ‌ د ملي مقاومت جبهه: نن سهار د کابل په لوېدیځ کې د عبدالرحیم شهید لېسه او ممتاز ښوونیز مرکز کې انتحاري او انفجاري بریدونه وشول.

د عبدالرحیم شهید لومړنی ښوونځی د دوو ځانمرګو بریدونو هدف و، چې په لومړۍ چاودنه کې تر اوسه له ۲۵ تر ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

برید له غرمې وروسته د یوه ښوونځي مخې ته په داسې حال کې وشو، چې زده کوونکي له ښوونځي څخه د وتلو په حال کې وو.

دویمه چاودنه په ښوونځي کې هغه مهال وشوه چې ښوونکو او خلکو د پېښې له ځایه ټپیان او جسدونه لېږدول.

په دويمه چاودنه کې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.

له دغو دوو چاودنو سره سم د کابل په لوېدیځ کې په یوه بل برید کې د ممتاز لېسه په نښه شوه.

په دغه چاودنه کې چې په یوه ټولګي کې رامنځ ته شوه، یو ماشوم سخت ټپي او شپږ تنه نور سرسري ژوبل شول.

د دغو چاودنو د قربانیانو شمیر هره شیبه مخ په ډیریدو دی.

په افغانستان کې ښوونځي، پوهنتونونه او حتی روغتونونه تل د ترهګرو لخوا په نښه شوي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...