تخار، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو تېره شپه د تخار په ورسج ولسوالۍ بمباري وکړه، يو شمېر اوسېدونکي يې بېځايه کړل او کورونه يې ويجاړ کړل.
له بلې خوا د دغې ډلې جګړه مارو د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ د "دره ایمند" او "میان شهر" د کليو سپین ږيري جومات ته بوتلل، سترګې يې پرې پټې کړې او شکنجه يې کړل او له هغوى يې غوښتی دې چې د مقاومت جبهې ځواکونو طالبانو ته تسليم کړي.
پر دې سربېره طالبانو د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ پخوانی ولسوال مولوي امان الله غفوري له نیولو وروسته شکنجه کړی او بیا یې په لوڅو پښو بازار کې ګرځولې دې.
مولوي غفوري لا هم د طالبانو په بند کې دې او د هغه ځای او برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.
دا پداسې حال کې ده چې تېره شپه د اندراب ولايت د ده صلاح ولسوالۍ په قاسان دره کې ترهکرو طالبانو څلور ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.