topbar 10 10px1

باميانو کې زړورو نجونو د طالبانو رسمي پروګرام ګډوډ کړ

بامیان، د ملي مقاومت جبهه: د بامیان زړورو نجونو د شنبې په ورځ د "د بامیان د خلکو ملاتړ د اسلامي امارت" تر نامه لاندې د طالبانو یو پروګرام ګډوډ کړ.
 
طالبانو په لومړي ځل د بامیانو زده کوونکې نجونې د ښځو د حقونو په یوه پروګرام کې د ګډون په پلمه تېر ایستلې خو وروسته له هغې چې نجونې د بامیانو پوهنتون تالار ته ننوتې، پوه شول چې دا پروګرام د تروریستي ډلې په ملاتړ جوړ شوی و.
 
نجونو بیا د دغې ترهګرې ډلې پر ضد د شعارونو په ویلو سره دغه پروګرام ګډوډ کړ.
 
په دې کار سره طالبانو غوښتل نړیوالو ته وښيي چې ددوی په ملاتړ حتی نجونې هم شعارونه ورکوي خو زړورو بامیانی نجونو د د طالبانو دا پروګرام خراب کړ او د هغوی کرغیړنه څیره یې بربنډه کړه.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...