topbar 10 10px1

د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د جګړې پیل؛ طالبانو مخابراتي شبکې پرې کړې

د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د جګړې پیل؛ طالبانو مخابراتي شبکې پرې کړې

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: طالب ترهګرو د بغلان په اندرابونو کې له ماتې وروسته د روان کال د حمل د میاشتې په ۲۵ نیټه پر خوست ولسوالۍ حمله وکړه. خوست کې د طالبانو او د ملي مقاومت جبهې سرتېرو ترمنځ سختې نښتې دوام لري.

د جګړې مشري د طالبانو د ترهګرې ډلې د دفاع وزرات لومړي مرستیال ملا فاضل مظلوم په غاړه ده.

د تېر په څېر د دې ډلې غړو په خوست ولسوالۍ کې بیا هم د بې ګناه خلکو په ځورولو لاس پورې کړی او له تېر ماښام راهیسې یې هلته مخابراتي شبکې بندې کړې او د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته یې سختې ستونزې جوړې کړې دي.

طالب جګړه مارو هممهاله د يادې ولسوالۍ په واګه، سوچي، دهنه او خاوش کليو کې هم جګړه پيل کړې ده.

د طالبانو د کورنۍ غړي چې له نورو قومونو دي وايي چې دوی د خپلو زامنو له وضعیته خبر نه دي چې له پرون راهیسې په بغلان کې له طالبانو سره یوځای شوي دي.

د دغو جګړه مارو د کورنیو د غړیو په وینا: د دوی زامن پرون له خپلو کورونو وغوښتل شول؛ چې یوه مهمه غونډه ده. خو وروسته پوه شول چې بغلان ته د جګړې لپاره استول شوي دي.
ترهګرو طالبانو نن سهار د تخار په ځینو ولسوالیو کې هم په کورونو چاپې اچولي او د پخوانیو عسکرو کورنۍ یې ځورولې دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...