topbar 10 10px1

قوماندان شکرالله اندرابي له ترهګرو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې شهيد شو

قوماندان شکرالله اندرابي له ترهګرو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې شهيد شو

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د افغانستان د ملي مقاومت جبهې زړور قومندان شکرالله اندرابي له وحشي طالبانو سره په مخامخ جګړه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

دغه نښته تېره شپه د اندراب ولسوالۍ د "کاسه تراش" په کلي کې شوې ده.

قوماندان شکرالله د کوچني اختر په مناسبت له خپلې کورنۍ سره لیدنې ته تللې وو چې د طالبانو د "سره قطعې" له خوا محاصره شو.

د هغه کورنۍ په هغه صفري سیمه کې اوسیږي، چیرته چې نه د ملي مقاومت جبهه او نه هم ترهګر طالبان حضور لري.

شکرالله اندرابي د طالبانو د سرې قطعې وحشیانو پر وړاندې یوازې ودرېد او وروستۍ سلګۍ پورې هم تسلیم نه شو.

د قوماندان شکرالله او نورو مقاومتي ځواکونو شهادت یوازې یوه عادي پېښه نه ده؛ بلکې د آزادۍ او عدالت د بنسټيز کولو لپاره يوه ستره ازموينه ده چي تاريخ او د هيواد راتلونکي نسلونه به هيڅکله د داسي اتلانو سرښندنې هيرې نه کړي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...