پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: په تېرو څو اوونیو کې "پنجشیر، بغلان او تخار ولایتونه د ملي مقاومت جبهې سرتېرو د زړورتیا او میړانې شاهدان و.
دا انځورونه په پنجشیر کې میشت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د مجهز کومانډو واحد سرتېري دي.
د ملي مقاومت جبهې کومانډو ځواکونو پخوا د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت د ریاست په چوکاټ کې فعالیت کاوه.
د مقاومت جبهې دغو ځواکونو په څو متقابلو بریدونو او کمینونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په افغانستان کې تر ټولو روزل شوي مسلکي ځواکونه دي.
طالب ترهګر د دغو ځواکونو د مقابلې توان نه لري او له همدې امله دغې ډلې په ملکي سيمو کې جنګي جنايتونه کړي دي.
په وروستۍ پېښه کې جګړه مارو طالبانو د پنجشېر په پريان ولسوالۍ کې په دوو وروڼو ډزې وکړې چې پایله کې یو يو ورور ووژل شو او بل سخت ټپي دی.
تر کومه حده چې طالبان د جګړې په ډګر کې ماتیږي، په همغه اندازه د دې وحشي ډلې له خوا د سیمې خلک او ملکي وګړي ځورول کیږي.