کابل، د ملي مقاومت جبهه: د طالبانو وحشي جګړه مارو نن یو ځل بیا د ښځو د اعتراضونو مخه ونیوله او په کابل کې یې د یو شمېر ښځو مدني حرکتونه وځپل. ښځې د جبري حجاب د اغوستلو په اړه د دغې ډلې د وروستۍ پرېکړې په اعتراض کې سړکونو ته راوتلې وې.
معترضو ښځو د سه شنبې په ورځ د ثور په ۲۰مه د لاریون په ترڅ کې د "برقع زموږ حجاب نه دی"، "ښځې یرغمل مه نیسئ" او "ډوډۍ، کار او ازادي" شعارونه ورکول.
طالبانو د ښځو لاریون ګډوډ کړ او هغه خبریالان یې بندیان کړل چې د لاریون پوښښ لپاره ورغلي وو.
طالبانو غوښتل چې یادې ښځې جبري اعتراف ته مجبورې کړي، خو ښځو مخالفت وکړ او بالاخره ونیول شول او تر اوسه د هغو د برخلیک په اړه معلومات نشته.
طالب جګړه مارو په خپله وروستۍ پرېکړه کې اعلان وکړ چې د حجاب تر ټولو غوره بڼه د چادرۍ اغوستل دي او که څوک له دې پرېکړې سره مخالفت وکړي، د بد حجابۍ په تور به نيول کېږي او سزا به ورکول کېږي.
د ښځو او نجونو د زده کړې مساله تراوسه نه ده حل شوې خو د طالبان هغو د پوښښ په اړه پریکړه کوي. طالبانو دغه پریکړه ښيي چې دغه ډله د ښځو په اړه ابزاري نظر لري.