بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: په بدخشان ولایت کې له څه مودې راهیسې د ترهګرو طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښتې روانې دي.
په تازه پیښه کې د چهارشنبې په ورځ د ثور په ۲۱مه د بدخشان ولایت د ارغنج خواه ولسوالۍ په "شیوا" سیمه کې د کندهاري او بدخشاني طالبانو ترمنځ په نښته کې شپږ تنه ووژل شول.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د يادې ولسوالۍ په "شيوا" سيمه کې د سرو زرو د يوه کان پر سر د طالبانو تر منځ نښته شوې وه، چې په پايله کې يې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.