د ملي مقاومت جبهه، بغلان: طالبانو پرون د بغلان په خوست ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنۍ له خپلو پلرینو کورونو په زوره ایستلې دي.
د دغې ډلې جګړه مارو تېره شپه دغه کورنۍ په زوره نورو سيمو ته ولېږل.
طالب ترهګرو له دې ولسوالۍ ۱۸ کورنۍ هم په زوره کډې ته اړې کړې دي.
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د طالبانو لخوا کډه کولو ته اړې شوې دي. دا ټولې کورنۍ ملکي وګړي دي او په عمده توګه بزګران او مالداران دي.
نړیوال تړونونه د افرادو جبري لیږد او بېځایه کول جرم ګڼي او د "بشریت ضد جرمونو" او "جنګي جنایتونو" په توګه یې پیژني.