topbar 10 10px1

په بغلان کې د جګړې دوام؛ دملي مقاومت سرتېرو درې طالبان ونيول

په بغلان کې د جګړې دوام؛ دملي مقاومت سرتېرو درې طالبان ونيول
بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په بغلان ولایت کې له نښتو وروسته د دغه ولایت د خوست ولسوالۍ د دره چرخ فلک په مربوطاتو کې په یوه کمین کې درې طالب ترهګر له خپلو وسلو او نورو تجهیزاتو سره ونیول.
 
له څو ورځو راهیسې د بغلان په خوست او اندراب ولسوالیو کې د ملي مقاومت د جبهې د زړورو ځواکونو او د جګړه مارو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
 
د یادولو وړ ده چې په تیرو دوو ورځو کې په خوست او اندراب کې د ملي مقاومت جبهې د ځوابي بریدونو په پایله کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...